زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/09 - 13:36:3 FA | AR | PS | EN
ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود             دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی             دوه زره کاله پخوانۍ طلايي خزانه په مصر کی وموندل شوه            

تاريخ النشر: 2024/12/18 - 09:28:0
زيارة: 207
مشاركة مع الـأصدقاء

له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی
 له حقونو د ښځو محرومول، د هغوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی

انصار: (د لیندۍ ۲۸مه)، د افغانستان لپاره د امریکا سفارت ویلي چې افغانان په ځانګړي ډول افغان ښځې او نجونې په ورځني ډول د خپلو بنسټیزو بشري حقونو لپاره د مبارزې په برخه کې له ننګونو سره مخامخ دي.

دغه سفارت په خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) د سویلي افریقا د پخواني ولسمشر او د اپارتاید ضد فعال نلسون ماندلا د خبرو پر بنسټ لیکلي، چې زده کړو، روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي او ازادیو نه د ښځو او نجونو محرومول، د دوی انسانيت تر پوښتنې لاندي راوستل دی.

له دې وړاندې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو شارژدافیرې کرن دکر هم په ځلونو د طالبانو د مشرتابه پر پرېکړو نیوکې کړي او او د دوی پر ډېریو پالیسو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې په افغانستان کې دا مهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان نجونې او ښځې شدید محدودیتونه تجربه کوي.

په افغانستان دننه له زده کړو محرومې ځینې زده کوونکې او محصلینې وایي چې پر دوی د لګولو شویو محدودیتونو په اړه یوازې د اندېښنو ير څرګندولو ستړې شوي او د دغو بندیزونو د لرې کولو لپاره د بشري حقونو د بسټونو د بېړنیو او عملي اقداماتو په تمه دي.

په ورته وخت کې د نجونو د زده کړو د حقونو ملاتړی بنسټ، ملاله فنډ هم چې ملاله یوسفزۍ یې مشري کوي، د دوشنبې په ورځ   ( د ډسمبر په ۱۶مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، دوی ۸۰ فرمانونه صادر کړي چې په ټکو یې ښځې او نجونې په سیستماتیکه توګه ځپي.

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د ۲۰۲۵ کال د اګسټ پر ۱۵ مه اعلان کړی و چې طالبانو په قصدي ډول په افغانستان کې یو میلیون او ۴۰۰ زره نجونې له منځنیو زده کړو راګرځولي دي.

که څه هم د طالبانو حکومت تل وايي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې د افغان ښځو او نجونو حقونه خوندي کړي، خو د طالبانو په بیا واکمنېدو سره لومړی له شپږم ټولګیو پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ منع شوې او بیا د لوړو زده کړو دروازې یې هم پر مخ وتړل شوې.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34882






*
*

*



قرأ

حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی


افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي


د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه


ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي


بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی


د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي


د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي


اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود


ټرمپ پر طالبانو د فشار د نویو حربو په لټه کې دی


اروپايي هیوادونو د زیلینسکي کلک ملاتړ وکړ


د طالبانو پر وړاندې د نړیوالې ټولنې د دریځ نه یووالي دا ډله زړوره کړې ده


ایران د اتومي وسلې جوړولو ته نژدې شوی


ټرمپ د افغانستان تېروتنه په اوکراین کې تکراروي


افغان نجونې د افغانستان، اسلام او نړۍ بقاء لپاره جنګېږي


قطر له سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي


د پاکستان د پوځ د بې ساري تسلیمۍ ۵۳ کاله پوره شول


د اسراییل پوځ د سوریې تاسیسات یو په بل پسې ورانوي


طالبانو د ښځو حقونو سرغړونې نورې هم زیاتې کړي


نن د افغانستان پر وضعیت امنیت شورا غړي غونډه لري


د زلمي خلیلزاد ټویټ پاکستانیان سخت په غوسه کړي دي


د روسیې د استازو جرګې د ترهګرو له لیسته د طالبانو د نوم ایستلو ته رایه ورکړه


د سوریې د اسلامپالو بری نړیوالو ته د اسلام او افغانانو په اړه څه پیغام لري؟


د دوو هیوادونو د چارواکو د سفرونو لار به هواره کړم


د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه کوي


د سوريې ولسمشر بشارالاسد نن له دمشق وتلی او نامعلوم ځای ته تللی